کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو لړۍ پیل شوې ده.
د راپور له مخې، د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري محمدباقر قالیباف کوي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم ورسره مل دي.
یاد پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم لیدلي دي.
سرچینې وایي، ایران په دغو خبرو کې څلور اساسي شرطونه وړاندې کړي، چې پکې د هرمز تنګي د حاکمیت تثبیت، د جګړې د بشپړ تاوان ورکول، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او په سیمه کې د دوامداره اوربند ټینګښت شامل دي.
د راپورونو پر بنسټ، دواړه خواوې لا هم د پاکستان په منځګړیتوب خبرو ته دوام ورکوي.


















