کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو خبرو بریا به په سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، حماس په خپل یوه بیان کې ویلي، چې په اسلاماباد کې ترسره کېدونکي مذاکرات نه یوازې په منځني ختیځ، بلکې په نړیواله کچه د کړکېچ د کمېدو سبب کېدای شي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ به یووالی پیاوړی کړي.
حماس زیاته کړې، چې د پاکستان په کوربتوب دغه خبرې به د اسلامي هېوادونو او عربي نړۍ ترمنځ د همغږۍ او اتحاد د پراختیا سبب شي.


















