اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ۲۱ ساعته مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس اعلان کړی چې په اسلام‌اباد کې له ایراني پلاوي سره تر ۲۱ ساعتونو اوږدو خبرو وروسته کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي دا خبرې په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې دواړو لورو بنسټیز بحثونه ترسره کړل، خو پایله یې ونه لرله.

ونس زیاته کړه چې امریکایي لوري خپل شرایط په څرګند ډول وړاندې کړي وو او ټینګار یې کړی و چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري، خو د ده په وینا ایراني پلاوي دا شرایط ونه منل. هغه دا وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره منفي وباله.

د امریکا د ولسمشر مرستیال وویل چې دغه مذاکرات بریالي نه وو او ښايي پایلې یې د ایران لپاره تر امریکا ډېرې سختې وي. هغه همداراز تایید کړه چې امریکایي پلاوی به بېرته واشنګټن ډي‌سي ته ستون شي.

مربوطه مطالب

Back to top button