د امریکا دیموکرات سناتور: ولسمشر ټرمپ د ماتې په حال کې ده د پاپ په اړه یې څرګندونې شرمونکي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)

‏د امریکا د اریزونا ایالت ډیموکرات سناتور مارک کلي د کاتوليکانو د مشر “پاپ ليو” په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې «شرمونکې» بللې دي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: د پاپ ليو په تړاو د امریکا د ولسمشر :نفرت انګیزه:څرګندونې د نه منلو وړ او دا يې د ميليونونو انسانانو سپکاوی بللی دی.

سناتور کلي همداراز د ایران په تړاو د ټرمپ تګلارې ته په اشارې ویلي، چې دغه سیاستونه د امریکایي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ایراني ماشومانو د مرګ لامل شوي دي.

نوموړي زياته کړې: “له دې معلومېږي چې ټرمپ د ماتې په حال کې دی.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ټرمپ او واتیکان ترمنځ ناندرۍ روانې دي او دواړو لوري د یو بل پر دریځونو نیوکې کوي
‎

مربوطه مطالب

Back to top button