ولسمشر پزشکیان: که امریکا هر “څه زما”تګلاره پریږدي د موافقې امکان شته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، که امریکا د «هر څه زما» تګلاره پرېږدي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې لپاره به لاره پيدا شي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، پزشکیان په خپلې ایکس پاڼه لیکلي، که د امریکا حکومت له تمامیتخواهۍ لاس په سر شي او د ایران د ولس حقوقو ته درناوی وکړي، نو حتماً به د تفاهم او هوکړې لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د متقابل درناوي او د یو بل د حقونو په منلو سره کولای شي د شخړو د حل لپاره عملي لارې وموندل شي.



