کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په یوه لیکلي بیان کې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دا بحران پوځي حل نه لري.
ګوترېش په خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي، چې باید جدي او مانادار مذاکرات سملاسي بېرته پیل شي.
هغه همداراز غوښتنه کړې، چې اوسنی اوربند دې وساتل شي او که اړتیا وي، موده دې وغځول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې ټول ښکېل اړخونه باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګی له لارې د سمندري تګراتګ ازادۍ او حقونه باید تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي دوام به د سیمې او نړۍ لپاره جدي پایلې ولري او یوازینی حل لاره یې د خبرو اترو له لارې سیاسي تفاهم دی.















