کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د بورکینافاسو ولسمشر “ابراهیم تراورې” پر لوېدیځې “ډیموکراسۍ” توندې نیوکې کړې او د لیبیا وضعیت یې د بېلګې په توګه یاد کړی دی.
نوموړي ویلي، چې لیبیا مخکې یو ارام هېواد و، خلک په سوله کې اوسېدل، بنسټیز خدمات لکه اوبه وړیا وې او دولت د خلکو لپاره پراخ ټولنیز امتیازات برابر کړي وو. د هغه په وینا، هغه مهال د خلکو ژوند هوسا و.
تراورې زیاتوي، چې نن ورځ لیبیا له سختو ستونزو سره مخ ده او خلک حتی د څښاک اوبو د موندلو لپاره سرګردانه دي. هغه ادعا کړې، چې د دغه هېواد اوسنی وضعیت د “ډیموکراسۍ راوستلو” د هڅو پایله ده.
د بورکینافاسو ولسمشر ټینګار کړی، چې په نړۍ کې هر هغه ځای چې د لوېدیځ له لوري د “ډیموکراسۍ” تر نامه لاندې پکې مداخله شوې، پایله یې ویجاړي او ګډوډي ده.
















