سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
امریکایي سناتور “کریس وان هولن” یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستیو اقداماتو توندې نیوکې کړې دي.
وان هولن ویلي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې بریالۍ نه ده او ټرمپ د خلکو څخه حقیقت پټوي.
د هغه په وینا، ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې د ګازو بیې به راکمې کړي او جګړې به پای ته ورسوي، خو اوس هم امریکایي پوځیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ څو ځله ادعا کړې چې امریکا بریالۍ شوې ده، خو پوښتنه دا ده چې که رښتیا هم بریا ترلاسه شوې وي، نو ولې لا هم جګړه روانه ده او امریکایي ځواکونه هلته حضور لري.
سناتور وان هولن ټینګار کړی، چې حقیقت دا دی چې امریکا بریالۍ نه ده او ولسمشر د امریکا خلکو ته ناسم معلومات وړاندې کوي.



