روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د ایران لپاره د یورانیمو غني کول یو مشروع حق دی او مسکو د هر هغه حل ملاتړ کوي، چې د ایران قانوني حقونه پکې خوندي وي.

لاوروف لوېدیځ تورن کړی، چې پر نورو هېوادونو د خپلو سیاستونو د تپلو هڅه کوي او دا چلند د نړیوالو کړکېچونو د لا زیاتېدو سبب ګرځي.

د روسي دغه لوړپوړي ډیپلومات زیاته کړې، چې د لوېدیځې اسیا روان کړکېچ ډېر پېچلی دی او ژر حل کېدل یې ستونزمن ښکاري.

هغه ټینګار کړی، چې د سیمې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او متقابل درناوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button