د سترې محکمې د رئیس پلار د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره اونۍ د سترې محکمې د رئیس پلار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د نا مالومو کسانو له لورې تښتول شوی وو، چې نن سهار ازاد شو.
د سترې محکمې د رئیس سید یوسف حلیمي پلار سید حسن چې ۹۰ کاله عمر یې درلودو، د قومي سپین ږیرو مشرانو د یوې جرګې په ترڅ کې ازاد شوی.
باید ووایو، چې د سترې محکمې د رئیس پلار د حوت میاشتې په ۲۷مه نېټه د نامالومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیمي د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.



