کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، د جمعې په ورځ (۲۸ حمل ۱۴۰۵) د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۰۷۶ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵۸۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۹۰۸ کورنۍ، د کندهار له سپین بولدک ۷۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۶۰ کورنۍ او د هرات له اسلام کلا ۳۵ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.
د یاد کمېسیون په وینا، له دې ډلې ۵۲۹ کورنۍ چې ۲۹۶۱ کسان کېږي، خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۶۵۲ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همدارنګه راستنو شویو کډوالو ته د روغتیايي خدماتو، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو په ګډون بېلابېل خدمات برابر شوي، چې پکې ۱۱۰۲ سیمکارتونه هم په وړیا توګه وېشل شوي دي.


















