کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پرځای شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اسلاماباد تر څنګ راولپنډۍ کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
ټاکل شوې چې د تهران – واشنګټن دویم پړاو مذاکرات په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو تازه څرګندونو کې له ایران سره د سولې هوکړې ته د نږدې کېدو خبره کړې ده.
















