کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، چې له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي او هیله یې ښودلې چې په دې برخه کې به مثبت پرمختګونه وشي.
ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې که څه هم ځینې اختلافونه شته، خو د ده په وینا دا دومره لوی نه دي چې حل نه شي او زیاته یې کړه چې د خبرو اترو له لارې به مناسبې حل لارې وموندل شي.
نوموړي یو ځل بیا خپلې پخوانۍ څرګندونې ته اشاره کړې، او ادعا یې کړې وه چې ایران ورسره د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه هوکړه کړې، خو د ایران چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.


















