د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز (۱۴۴۷ هـ ق) کال لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر نن د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې پیل شو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه د ۹۶ الوتنو په ترڅ کې سعودي عربستان ته انتقالېږي.
ویل شوي چې لومړي ۱۵ زره حاجیان به په ۴۶ الوتنو کې مستقیم مدینې منورې ته ولېږدول شي او پاتې نور به جدې ته انتقال شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاتوي، د حاجیانو د ښه خدمت او تنظیم لپاره ځانګړي پلاوي له مخکې سعودي عربستان ته استول شوي، څو د استوګنې، ترانسپورت او نورو خدماتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې او د قرارداد کوونکو شرکتونو سره همغږي یقیني کړي.



