کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس “محمد باقر قالیباف” ویلي، چې د امریکا ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې اووه ادعاوې کړې دي، خو د ده په وینا دا ټولې ادعاوې دروغ دي او له حقیقت سره اړخ نه لګوي.
قالیباف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې امریکا له دغو دروغجنو څرګندونو سره نه په جګړه کې بریالۍ شوې او نه به هم د مذاکرې له لارې کومې پایلې ته ورسېږي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که د فشارونو او کلابندۍ لړۍ دوام ومومي، نو د هرمز تنګی به وتړل شي.
د ایران د پارلمان رییس زیاته کړې، چې له دې مهمې سمندري لارې تګ راتګ یوازې د ټاکل شويو اصولو او د ایران په اجازه ترسره کېږي او دا چې تنګی پرانیستی وي که تړلی، دا پرېکړه به د میدان شرایط ټاکي، نه ټولنیزې شبکې.


















