د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” د ولسمشر ټرمپ هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ایران به خپل غني شوي یورانیم امریکا ته ولېږدوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، بقایي ویلي چې ایران هېڅکله چمتو نه دی خپل غني شوي یورانیم بل هېواد ته وسپاري، او ټینګار یې کړی چې دغه مواد د ایران لپاره د خپلې خاورې په څېر “سپېڅلی” ارزښت لري.

نوموړي همداراز د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه وویل، چې یوازې هغه ملکي بېړۍ چې د اړوندو ایراني ادارو له لوري ارزول شوې وي، د تېرېدو اجازه لري.

هغه د ایران پر وړاندې هر ډول سمندري محاصره د نړیوالو قوانینو خلاف عمل وباله او خبرداری یې ورکړ، چې تهران به د داسې اقدام په وړاندې لازم او مناسب غبرګون وښيي.

تر دې وړاندې، ټرمپ ادعا کړې وه چې ایران له امریکا سره د غني شویو یورانیمو د لېږد هوکړه کړې، خو ایراني چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button