کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي، روان کال په پلازمېنه کابل کې د پنځو نوو هوايي پلونو د جوړولو پلان شته او د ډیزاین چارې یې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه پلونه به د نجات منار، د کابل نړیوال هوايي ډګر، شهید انګرا، درېیم مکرویان او کمپنۍ څلورلارو کې جوړ شي.
بارکزي زیاته کړې چې د برکي څلورلارې د هوايي پله د لومړۍ برخې رغنیزې چارې چې شاوخوا ۱.۵ میلیارده افغانۍ لګښت لري، له ۸۵ سلنې ډېرې بشپړې شوې دي.
د کابل ښاروالۍ په وینا، دا پروژې به د ترافیکي ګڼهګوڼې په کمولو او د ښاري زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.



