میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د میدان‌وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ کې د یو سراچې موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي ګړندی تګ بلل شوی دی.

ورته مهال د کندز ولایت د امام‌صاحب ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۶ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په کې دوه ښځې هم شاملې دي. د امنیتي چارواکو په خبره، دغه پېښه د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button