ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان ملي سوداګر او د عزيزي ګروپ مشر ميرويس عزيزي وايي، د افغانستان د برېښنا د تولید سترې پروژې په لړ کې يې د اتریش سالزبورګ ښار ته سفر کړی او د تخار ولایت لپاره د ۱۶۵ ميګاواټه برېښنا فابریکې اړوند ماشین‌آلات يې له نږدې کتلي دي. نوموړي ویلي، د دغو وسایلو ټول وزن له ۲۰ زره ټنو څخه زیات دی او د انتقال لپاره چمتو شوي دي.

عزيزي زياته کړې چې ټاکل شوې ده د ویانا ښار ته نږدې د ۳۵۰ ميګاواټه بله برېښنا دستګاه هم وکتل شي، چې د بغلان ولایت کې به نصب شي. هغه ویلي، د دغو تجهیزاتو د انتقال او نصب لپاره لازمې لارښوونې خپلو همکارانو ته شوې دي.

د نوموړي په وینا، د تخار او بغلان د سکرو پر بنسټ برېښنا فابریکې د ۱۰ زره ميګاواټه ملي پروژې د لومړي پړاو برخه ده، چې په کې به ټولټال ۸۴۵ ميګاواټه برېښنا تولید شي او درې لمریزې پروژې هم پکې شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button