کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د هرمز تنګی به یوازې د اوربند په صورت کې او هغه هم په مشروط ډول پرانیستی وي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په دې شرط به د تنګي له لارې تګ راتګ ته اجازه ورکول کېږي، چې پوځي بېړۍ او د دښمنو ځواکونو اړوند کښتۍ به ترې نه تېرېږي.
هغه زیاته کړې، چې په هرمز تنګي کې اعلان شوی وضعیت موقتي دی او که چېرې پر لبنان کې په مېشتو متحدینو فشارونه زیات شي نو حالت به بېرته خپل پخواني وضعیت ته راوګرځي.

















