کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، د دې قول اردو اړوند د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء ځواکونو د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د قاچاق د مخنیوي په موخه بریالي عملیات ترسره کړي زياتوي په دغو عملیاتو کې ۴۳۸۲ خښتې مس کشف او ضبط شوي، چې غوښتل کېدل په غیرقانوني توګه له هېواده بهر ولېږدول شي.
مسؤلین زیاتوي، په همدې عملیاتو کې یو شمېر طبي سامانونه هم نیول شوي چې په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل کېدل، او تر ضبط وروسته له منځه وړل شوي دي.
د هغوی په وینا، امنیتي ځواکونه به د هر ډول ناقانونه وارداتو او صادراتو مخه ونیسي او په دې برخه کې به جدي اقدامات دوام ولري.


















