افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې په انتالیا کې د ډيپلوماسۍ پنځم فورم په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ډاکټر عمر بولات سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، په افغانستان کې د موجودو اقتصادي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، او د صنعت، کانونو او کرنې په سکټورونو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی.

د راپور له مخې، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر افغان پلاوي ته د ترکیې په نندارتونونو کې د ګډون بلنه ورکړې، او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر بیا ترکي لوري ته په افغانستان کې په ځانګړې توګه د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button