کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالۍ کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د شاوخوا ۴.۵ متره لوړوالي په لرلو سره د نږدې ۶۶۱۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د مسوولینو په خبره، د دې چکډم په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي، کاریزونه به بیا فعاله شي، کرنیز فعالیتونه به پراختیا ومومي او همدارنګه به د ځمکې د ویجاړېدو او چاپېریالي ستونزو مخه ونیول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button