ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه د تېر کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه لوړه شوې ده.
د حقشناس په وینا، سږ کال د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف–هرات له لارې ټولټال ۶.۱ میلیونه متریک ټنه توکي لېږدول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۴.۳ میلیونه ټنه وه.
د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۴.۲ میلیونه ټنه، د آقینې له لارې ۴۷۲ زره ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۷۴۳ زره ټنه او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴۲ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دغه توکي نفتی او غیر نفتی مواد، خوراکي او ساختماني توکي دي چې هېواد ته وارد او یا صادر شوي دي.



