کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزرا ټولو دولتي ادارو او ولایتونو ته عاجل حکم کړی چې له دې وروسته، د کابل په ګډون په ټول هېواد کې خلکو ته د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو د رهنما یا عرفي سند او د جومات د امام له تایید وروسته د ودانۍ او تعمیر د جوړولو اجازه ورکړل شي.
په لویو ښارونو، په شمول د کابل ښار کې، هغه ساحې چې ښاري پلان ورته جوړ شوی خو تر اوسه نه دی تطبیق شوی، د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو د رهنمای سند یا عرفي سند پر بنسټ، وروسته له دې چې د جومات امام، دوه ګاونډیان او د ګذر وکیل یې تایید کړي، د لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره د ودانیزو چارو اجازه ورکول کېږي:
الف: غوښتونکی باید په لیکلې بڼه ژمنه وکړي چې د ښاري پلانونو د تطبیق پر مهال د ودانۍ د تخریب له امله د تاوان مستحق نه ګرځي.
ب: ودانۍ باید یوازې د استوګنې لپاره وي او تر درې پوړونو زیاته نه وي او تر ځمکې لاندې پوړ ونه لري.
ج: ودانۍ باید د سړکونو په مسیر او یا هم په هغو ساحو کې نه وي چې د ښاري پلان له مخې منع شوي دي.
د: د پورته طریقې له مخې د ودانیزو چارو اجازه د ملکیت د تثبیت سند نه ګڼل کېږي.
همداراز، په هغو ښارونو او سیمو کې چې هېڅ ډول ښاري پلان نه لري، ښاروالۍ کولای شي د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو د رهنمای سند یا عرفي سند پر بنسټ، د جومات د امام، دوه ګاونډیانو او د ګذر د وکیل له تایید وروسته، په دې شرط چې ساحه منع شوې نه وي، د ودانیزو چارو اجازه ورکړي. د «کابل نوی ښار» پروژه له دې حکم څخه مستثنا ده.
د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د مرکز او ولایتونو امنیه قومندانۍ دې د ښاروالیو له غوښتنې پرته د ودانیزو چارو په چارو کې مداخله نه کوي او له اړوندو ناحیو او ولسوالیو سره دې په دې برخه کې لازمه همغږي ولري.


















