کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس احمدالله وثیق وایي، ټاکل شوې چې درې ورځې وروسته د هېواد پلازمېنه کابل د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړیوالو سیالیو کوربتوب وکړي.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې به د اوو هېوادونو لکه ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیې او افغانستان لوبغاړي ګډون ولري او سیالۍ به د درې ورځو لپاره روانې وي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې نړیوال ورزشي رویداد کې شاوخوا ۶۰ بهرني لوبغاړي او تر ۱۰۰ پورې کورني لوبغاړي او پهلوانان برخه اخلي، چې موخه یې د ورزش وده او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.


















