کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د مالیزیا د صباح ایالت په سنداکان سیمه کې د پراخې اورلګېدنې له امله شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کسان بېځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د شپې ناوخته پیل شوی او د سختو بادونو او د کورونو د نږدېوالي له امله په چټکۍ سره خپور شوی دی.
چارواکي وایي، له ۹ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د مالیزیا د لومړي وزیر په وینا، حکومت د بېړنیو مرستو او لنډمهالي استوګنځایونو برابرولو لپاره عاجل اقدامات پیل کړي دي.


















