ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایی” ویلي چې هېواد یې دا مهال له امریکا سره د خبرو د نوي پړاو لپاره هېڅ پلان نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره د اوربند ښکاره نقض دی او په داسې شرایطو کې خبرې منطقي نه ښکاري.

بقایي ټینګار کړی، چې ایران به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړه کوي او اجازه به ورنه کړي، چې په خبرو کې د ایران د خلکو حقونه تر پښو لاندې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button