ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله والو ځواکونو مرکزي قرارګاه خاتم‌الانبیاء ګواښ کړی، چې د امریکا د سمندري ځواکونو له‌ خوا په عمان سمندر کې د دوی د یوې کښتۍ د هدف ګرځولو او نیولو غچ به واخلي.

د دې قرارګاه ویاند ویلي، چې امریکايي ځواکونو پر دې سوداګریزې کښتۍ ډزې کړي، هغه یې درولې او وروسته یې خپل ځواکونه ورباندې ځای پر ځای کړي دي.

د نوموړي په وینا، دا کښتۍ له چین څخه ایران ته روانه وه.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول اقدامات په خبرو کې د امریکا د نه جديت ښکارندويي کوي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) هم تایید کړې، چې ځواکونو یې په عمان سمندر کې یوه ایراني کښتۍ نیولې ده.

سنتکام ویلي چې د شپږو ساعتونو په موده کې څو ځله دې کښتۍ ته خبرداری ورکړل شو؛ خو کښتۍ د امریکايي ځواکونو پر لپسې امرونو ته پام ونه کړ، نو پرې ډزې وشوې.

مربوطه مطالب

Back to top button