کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
یوناما په یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی او د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.
راپور کې راغلي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د بهسود ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، کور یې ویجاړ شوی او له خپلې کورنۍ سره په خیمه کې ژوند کوي، خو تر اوسه یې د پام وړ مرسته نه ده ترلاسه کړې.
همداراز د ډنډغوري سیمې یو اوسېدونکی وایي، سېلابونو د پاکو اوبو سرچینې له منځه وړي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته د جلریز ولسوالۍ یو سېلاب ځپلی وایي، شوې مرستې بسنه نه کوي او خلک لا هم له سختو شرایطو سره مخ دي.
یوناما زیاتوي، شاوخوا ۷۰ سلنه خلک پر کرنه تکیه لري، خو اقلیمي بدلون، وچکالي او د فصلونو ګډوډي دې سکتور ته زیان رسولی دی.
د راپور له مخې، د همدې وضعیت له امله میلیونونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ شوي، د اوبو کموالی زیات شوی او آن په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټیټه شوې ده.
یوناما خبرداری ورکړی، چې اقلیمي بدلون د خلکو د بېځایه کېدو یو مهم لامل ګرځېدلی او چاپېریالي ستونزې خلک اړ باسي چې خپلې سیمې پرېږدي.


















