ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره اوربند به تر هغه وخته وغځول شي، څو تهران رسمي وړاندیز وړاندې کړي او خبرې پای ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د مذاکراتو بهیر ته لا ډېر وخت برابر شي او تر هغې به دوام وکړي چې ایران یو واحد طرحه وړاندې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې سره له اوربنده، د امریکا پوځي ځواکونه په چمتو حالت کې دي او پر ایران د سمندري محاصرې لړۍ هم دوام لري.

بل لور ته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اوربند غځول به د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام او د سولې هوکړې ته د رسېدو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا له‌خوا د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بللی او دا یې د اوربند ښکاره نقض ګڼلی دی.

 تر اوسه تهران د اوربند د غځېدو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button