کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ۲۱۵ عزم قول اردو مسوولين وایي، د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ له بیارغونې وروسته بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد قول اردو د معلوماتو له مخې، دا ودانۍ د قوماندان محمد ایوب «خالد» د ځانګړي هدایت پر بنسټ ورغول شوه او په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې رسماً پرانیستل شوه.
چارواکي زیاتوي، په یاد روغتون کې د داخلي ناروغیو ترڅنګ مجهزه عملیات خونه، لابراتوار، ایکسري، ECG، التراساونډ او پروتیز څانګه فعاله ده چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.


















