لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، د ازرې ولسوالۍ په جاني‌خېلو سیمه کې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي پل د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د چارواکو په وینا، یاد پل به ۶۳ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی ولري او ټاکل شوې ده چې د جوړېدو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

دا پروژه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مالي ملاتړ څخه تمویلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button