افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د معیار او کیفیت ادارې د لوی رئیس ملا فیض الله تمیم په مشرۍ یو لوړپوړي افغان پلاوي اذربایجان ته د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال رحمان همتوف او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې افغان لوري د صادراتو په پراختیا کې د معیار او کیفیت پر ارزښت ټینګار کړی او اروپايي بازارونو ته د افغاني محصولاتو د لېږد لپاره یې د ترانزیټي او ټرانسپورټي اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

اذربایجاني چارواکو د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button