کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت پولیسو د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو اته تنه نیولي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند نظامالدین عمیر ویلي، دغه کسان د تخار مرکز اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، له نیول شویو کسانو سره د پلټنو پر مهال اته بوتله الکولي مشروبات، یوه اندازه نغدې پیسې او ځینې هوشمند موبایلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د یادو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي، څو د قانون له مخې پرې لازم اقدام وشي.

















