کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د رسنیو د راپورونو له مخې، هغو افغانانو ته چې په قطر کې د متحده ایالاتو د ویزو د ترلاسه کولو په تمه پاتې وو، ویل شوي چې یا دې خپل هېواد ته ستانه شي او یا دې په یوه درېیم هېواد کې د مېشتېدو انتخاب وکړي. دا کسان د اوږدې مودې راهیسې په قطر کې د ویزې د پروسې د بشپړېدو په تمه وو.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هغه هېوادوال چې له ورته وضعیت سره مخ دي، کولی شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي. وزارت ټینګار کړی چې هېواد ته د راستنېدو لپاره هیڅ ډول خنډ نشته.
همداراز وزارت زیاتوي، که څوک غواړي بل هېواد ته سفر وکړي، نو کولی شي د قانوني او عزتمندو لارو له لارې خپل سفرونه ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د خپلو اتباعو د حقونو د ساتنې په موخه د قونسلي اړیکو او منظم میکانیزمونو په چوکاټ کې همکارۍ ته چمتو دی او په هېواد کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې بې بنسټه بللي دي.


















