کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۸۸۸ افغان کورنۍ چې ۴۶۷۳ تنه غړي لري هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
همداراز ۷۸۸ کورنۍ چې ۴۵۰۲ تنه غړي لري بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي، چې ډېری یې د ننګرهار د تورخم له لارې داخلې شوې دي.
راپور زیاتوي چې له ۸۰۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، د ټرانسپورټ لپاره میلیونونه افغانۍ مصرف شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.
سربېره پر دې، ۸۴۶ سیمکارتونه ورته وېشل شوي او راستنېدونکو ته د عامه پوهاوي او اړینو لارښوونو پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
















