کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پنجشېر ولایت مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، دا زندان چې د لومړي ځل لپاره په معیاري او عصري بڼه جوړېږي، د زندانیانو د اصلاح او روزنې لپاره مهم دی.
د مسوولینو په خبره، یاد زندان د پنجشېر مرکز په بازارک کې پر څه باندې ۱۱ جریبه ځمکه جوړېږي چې په ۲۳ بلاکونو کې طرحه شوی، ۱۰۰ خونې، جومات، ښوونیز او مسلکي مرکزونه، ورزشي اسانتیاوې او نور اړین تاسیسات به ولري.

















