د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د دغه ګوند مشر “حافظ نعیم الرحمن ویلي، چې جماعت اسلامي د امریکا سره د خبرو اترو په اړه د ایران له دریځ ملاتړ کوي او له واشنګټن څخه غواړي چې د هرمز تنګی د محاصرې موضوع پای ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییز ثبات د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې تأمینېدای شي او هر ډول فشارونه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button