بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د پاڼ د ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د بادغیس د ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې د باغکي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د یوه کور دوه د استوګنې خونې د پاڼ تر لاندې شوې او سمدستي نړېدلې دي، چې له امله یې څلور کم عمره نجونې حافظانې او یوه ځوانه د قرآنکریم حافظې ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي چې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه نورې څېړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button