د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سیدعباس عراقچي” به نن ماښام (جمعه، د غويي ۴مه) درې مهمو هېوادونو اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته خپل رسمي سفرونه پیل کړي.

د ایراني رسنیو، په ځانګړي ډول د ارنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو سفرونو اساسي موخه په سیمه کې د روانو امنیتي او سیاسي حالاتو ارزونه او همدارنګه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو له لوري د روانو اقداماتو په اړه له اړوندو هېوادونو سره دوه اړخیزې خبرې دي.

راپور زیاتوي، چې عراقچي به په دې سفرونو کې د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا، د کړکېچونو پر کمولو او د سیاسي حل‌لارو پر موندلو ټینګار وکړي.

نوموړی به د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د وروستیو تحولاتو په تړاو نظرونه تبادله کړي.

د شنونکو په باور، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا سفرونه په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې سیمه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده او تهران هڅه کوي د ډیپلوماټیکو لارو د وضعیت مدیریت ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button