کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” اسلاماباد کې د دغه هېواد د پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ او ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.
ټاکل شوې چې نوموړی به د خپل سفر پر مهال د نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې سیمه کې وروستيو سیاسي او امنیتي بدلونونو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ اړتیا زیاته کړې ده.
















