کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو په تازه بریدونو کې د څو پوليس افسرانو په شمول ۱۲ کسان شهيدان شوي دي.
طبي سرچینې وایي، د غزې ښار په یوه هوايي برید کې ۳ کسان شهيدان شوي چې دوه یې د پولیسو افسران وو.
همداراز د بېت لاهیا په سیمه کې د ټانک مرمۍ برید کې ۲ نور کسان شهيدان شوي، او په خان یونس کې بیا د یوه بل برید له امله ۷ تنه شهیدان شوي چې ۴ یې د پولیسو غړي بلل شوي دي.
عیني شاهدان وایي، دغه برید د واده تالار ته نږدې د پولیسو پر یوه موټر ترسره شوی دی.
د غزې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو ځواکونه په قصدي ډول په نښه شوي ترڅو د سیمې امنیتي وضعیت کمزوری شي.

















