د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی “سټیف وېتکاف” او د ټرمپ زوم “جېرډ کوشنر” د پاکستان په لور روان شوي دي.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” هم پاکستان کې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا له خوا د ولسمشر مرستیال او د ایران له لوري د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف به د خبرو په دې پړاو کې ګډون ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل اونییز خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا سره د خبرو کوم پلان نلري او د بهرنیو چارو وزیر به نن له غرمې وړاندې روسیې ته لاړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button