بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د المپیک بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د بلخ ولایت په کوربه‌توب د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ د ۷۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.

د یاد ریاست په وینا، دغه سیالۍ د افغانستان لپاره د المپیک لومړۍ مډال ګټونکي روح الله نیکپا د ویاړ په مناسبت جوړې شوې دي چې دغه سیالۍ د مبارزې او پومسې په دوو برخو کې ترسره کېږي.

په دې سياليو کې، د بلخ ترڅنګ د تخار، جوزجان، لغمان، سمنګان، لوګر او پکتیا ولایتونو ورزشکاران هم پکې ګډون لري.

مسوولین وایي، د دغو سیالیو موخه د تکواندو ودې، د لوبغاړو هڅونه او د غوره استعدادونو پېژندنه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button