کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، په ناسته کې حقاني ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت د عمومي ثبات غوښتونکی دی او ټول تمرکز یې د ولس د ستونزو پر حل او د خلکو پر هوساینې دی.
په دې لیدنه کې د سیمهییزو مسایلو په حل کې د چین د هڅو یادونه هم شوې او دواړو لورو د متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا او دوامدارو همکاریو ټینګار کړی دی.


















