کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان په جنوب کې د تازه نښتو پر مهال د اسراییلي پوځ یو ټانک ویجاړ شوی، چې په پایله کې یې یو سرتیری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې دغه پېښه د لبنان له پولې سره نږدې رامنځته شوې، چېرته چې د اسراییلي پوځیانو او د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” ترمنځ نښتې دوام لري.
د سرچینو په وینا، ټانک د سړک غاړې ماین هدف ګرځېدلی،چې له امله یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی ده. زیانمن شوی
د یادونې وړ ده چې د لبنان په جنوبي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی او وخت ناوخت د پولې دواړو غاړو ته نښتې رامنځته کېږي.
تر اوسه د پېښې په اړه د اسراییلي چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.


















