کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د روسیې” له ولسمشر ولادیمیر پوتین”سره په سنت پیټرزبورګ کې د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو اړېکې د ستراتیژیکې همکارۍ څرګندونه کوي.
عراقچي په دې لیدنه کې ویلي: «له تاسو سره لیدل ماته ډېره خوښي راکوي»، او زیاته کړې یې ده چې د ایران د اسلامي انقلاب رهبر او ولسمشر خپلې نېکې هیلې د روسیې ولسمشر ته را لېږلي دي.
نوموړي همداراز د سیمهییزو حالاتو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ایران خلکو د خپلې زړورتیاوو له مخې د امریکا د تجاوز پر وړاندې مقاومت کړی دی.
دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړېکو د پیاوړتیا، سیمهییزو بدلونونو او نړیوالو مسایلو په اړه د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تهران او مسکو په وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړېکې لا پیاوړې کړې دي.


















