راپور تاژ:
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
جمیل باور
د مالي پوځ اعلان کړی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د تازه نښتو پر مهال حکومت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وسله والو پر څو ښارونو او پوځي اډو بریدونه وکړل؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او په ځوابي عملیاتو کې یې ګڼ شمېر بریدګر له منځه یوړل. همداراز د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او وسایط هم نیول شوي او یا ویجاړ شوي دي.
راپورونه وایي چې دا بریدونه د څو ډلو له لوري ترسره شوي، چې پکې جماعت “نصرت الاسلام والمسلمین” او د “ازواد” د ازادۍ ملي غورځنګ هم شامل دي، چې په وروستیو کې یې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
د مالي اوسنی ولسمشر “اسیمي ګویتا” دی، چې د انتقالي حکومت مشري کوي. همداراز د حکومت له مهمو چارواکو څخه “عبدالله مایګا” د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي.
چارواکي وایي چې د دې عملیاتو موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیت ټینګښت او د وسله والو د ګواښونو له منځه وړل دي، خو لا هم د مالي امنیتي وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی.
تر اوسه د حکومت مخالفو وسله والو د پوځ لخوا ورته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو په یوه جلا اعلامیه کې یې ادعا کړې، چې د مالي د استخباراتو وزیر یې وژلی او لا هم په ځینو هغو سیمو کنټرول لري، چې وړمه ورځ یې نیولې وې؛ خو اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې ځینې سیمې یې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه پریښي دي.
د ویلو ده، چې د مالي حکومت مخالفې ډلې ځان القاعدې نړیوال جهادي حرکت ته منسوبوي؛ خو د مالي لومړي وزیر بیا ادعا کړې، چې د یادو ډلو ملاتړ لودیځ هېوادونه کوي، ترڅو د یاد هېواد پر زیرمو ولکه ټینګه کړي؛ خو تر اوسه نه القاعدې نړیوال جهادي غورځنګ یادې ډلې خپلې بللي او نه یې لودیځو هېوادونو څرګند ملاتړ کړی ده.


















