له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند ناري ژورې سیمه کې امنیتي ځواکونو ۲۸ میله بېلابېلې وسلې او ۱۴۵۰ پیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدل، چې امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

سرچینې وایي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونه د هغوی د پېژندلو او نیولو هڅې روانې ساتلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button